کابل باختر د لړم څليرويشتمه :
دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتونوکې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې يولړ يرغليز عمليات ترسره کړل . چې له امله يې دوسله والو طالبانو د درېو تنو قوماندانانو او يو داعشي په ګډون ٦٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه نور يې ونيول شول .
دغه عمليات دننګرهار ، کونړ ، پکتيکا ، ميدان وردګو ، غزني ، لوګر ، قندهار ، روزګان ، بادغيس ، غور ، هرات ، نيمروز ، فارياب ، بغلان ، کندز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوې و .
1 د یوې دقیقې څخه لږ