سیاست

جمهور رئیس غني: د محاربوي عملیاتو د پرسونل محاربوي امتیازات او د اعاشې کیفیت دې لوړ شي

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په توحید مرکزکې د ویډیویي کنفرانس له لارې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت وڅيړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ویډیویي کنفرانس کې د ملي امنیت سلاکارمحمدحنیف اتمر، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئیس غلام جیلاني پوپل، د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د کورنیو چارو او د ملي دفاع وزارتونو او د ملي امنیت د عمومي ریاست مسوولینو، د ننګرهار د ۲۰۱سېلاب  قول اردو قوماندان، د ننګرهار ولایت ملکي او نظامي رهبري، د نورستان والي، د هلمند ولایت د ۲۱۵ میوند قول اردو مشرتابه پلاوي، د میدان وردک ولایت ملکي او نظامي رهبري او د غوڅ ملاتړ د قومانداني رهبري ګډون درلود. لومړی د میدان وردکو والي د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړو د مخنیوي په هکله د خپلو اقداماتو  راپور وړاندې کړ.
وروسته جمهور رئیس د دواړو لوریو ترمنځ د شخړو د مخنیوي او د بنسټیزحل لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
څو ورځې وړاندې په یوه نښته کې دوه تنه له دواړو لورو ووژل شول او ۵ تنه کوچیان ځایي اوسېدونکو بندیان کړل.
جمهوررئیس د شخړې د بیا پېښېدو د مخنیوي په موخه د لارښوونې ترڅنګ، د بندیانو د خوشې کولو دستور ورکړ.
جمهور رئیس څرګنده کړه: د یرغمل نیولو فرهنګ زموږ لپاره د زغم وړ نه دی او کوم کمیسیون چې ټاکل شوی دی، هغه باید ډير ژر په دې برخه کې خپل بنسټیز کارونه پیل کړي.
ورپسې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان د نورستان، ننګرهار او کونړ ولایتونو د امنیتي وضعیت او په دغو ولایتونوکې د دښمن د ځپلو په موخه د محاربوي عملیاتو د اقداماتو په اړه راپور ورکړ.
همدارنګه د ملي امنیت عمومي رئیس د ننګرهار ولایت په مربوطاتوکې د دښمن د راټولېدو، پروګرامونو او د دغو توطیو د مخنیوي په برخه کې د امنیتي بنسټونو د اقداماتو په هکله خپل راپور وړاندې کړ.
په دې ویډیوکنفرانس کې د هلمند ولایت د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان د هغه ولایت د امنیتي وضعیت او د هغه ولایت په شمال کې د دښمن د تصفیې لپاره د محاربوي اقداماتو په هکله خپل راپور وړاندې کړ.
جمهور رئیس غني مالیې، کورنیو چارو او دملي دفاع وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د محاربوي عملیاتود پرسونل محاربوي امتیازات او د اعاشې کیفیت دې لوړ شي.
جمهور رئیس له دغو مسوولینو او په ځانګړي ډول له قوماندانانوڅخه وغوښتل چې تر وروستي سرتېري پورې د ټولو منسوبینو ستونزې او غوښتنې په پوره امانتداري، ده ته ورسوي.
جمهور رئیس غني یو ځل بیا د شهیدانو د ورثې د پالنې، د ټپیانو د درملنې او د هغو زړورومنسوبینو د مادي او معنوي تقدیر ټینګار وکړ چې له ځانه مېړانه او زړورتوب ښيي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته