فرهنګ

پوهاند باوري دبودا مجسمو دترميم او جوړولو کار بهير وکوت .

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين دباميانو ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له کارکوونکو سره په کتنه کې دهغوى په زياتو هڅو ،  ريښتينولى   او مسووليت مننې ټينګار وکړ .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري  دباميانو ولايت ته په سفر کې  ددغه ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست له کارکوونکو سره وکتل او دهغوى ستونزې او وړانديزونه يې واوريدل او دهغوى دڅيړنې په لاره کې يې دهمکارى ژمنه وکړه .
ده دباميانو ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له ټولو کارکوونو څخه وغوښتل چې هڅان او ريښتينې  واوسي او په خپل کار کې مسووليت منوونکي واوسي .
پوهاند باوري  په دې سفر کې  دبوډا مجسمو او دفرهنګي ميراثونو جوړيدو په حال کې  ودانۍ هم وکتله .
په دې سفر کې  له پوهاند محمد رسول باوري سره داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د لرغون پيژندنې رييس نوراقا نوري ،  فرهنګي سلاکار  ډاکتر طارق  رشاد ،  دتاريخي ابداتو رييس عبدالاحد عباسي  او ددغه وزارت دخلکو دفرهنګ رييسې   محبوبي بابکرخيل  ملګرتيا کوله .
   ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته