سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې اعلاميه .

کابل – باختر دوري څوارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې اعلاميه .
دافغانستان داسلامي جمهوريت ستره محکمه دافغانستان دخلکو دسولې او ثبات ددښمنانو هغه ناځوان مردانه ځانمرګي بريدچې نن له غرمې مخکې دفراه ولايت دمحکمو او څارنوالي په مقر ترسره شو او له امله يې ددغومرکزونو يو شمير قاضيان ، څارنوالان ، اداري مامورين اومراجعين شهيدان او ټپيان شول په کلکه غندي او څرګندوى چې دغه شان ډارن عملونه هيڅکله دعدلي او قضايي ارګانونو دفعاليت دلارې خنډ نه کيږي اوپه هيڅ  قيمت سره  نه شي کولاي عدالت دهغه له قانوني تګلوري څخه منحرف  کړي .
په اوسنيو شرايطو کې  چې دافغانستان دخلکو دسراو مال ساتنه او دحقوقو دفاع  دهيواد دعدلي او قضايي مرکزونو اساسي وجيبې اومکلفيتونه  دي ، ددغه شان وحشيانه عملونو ترسره کول نه شي کيداي له عدالت سره له دښمني او دعامه نظم او امن له ګډوډولو پرته بله توجيه ولري .  
ستره محکمه په داسې حال کې چې دغه ناوړه عمل په کلکه غندي دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ددغې پيښې شهيدانو ته دفردوس جنت ، ټپيانو ته دسملاسي روغتيا او کورنيو او زيانمنو شويو کسانو ته دجميل صبر هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته