سیاست

د سولې عالي شورا غړو او د سولې محلي او ټولنیزو شوراګانو مسوولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته

کابل باختر د مرغومي لسمه : دغه ناسته چې نن د سولې دعالي شورا غړو او د فاریاب، دایکندي او ارزګان ولایتونو د سولې محلي شوراګانو مسوولینو ترمنځ د همغږۍ په موخه په لاره اچول شوې وه، د سولې عالي شورا د سولې په تالار کې ترسره شوه. غونډه د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د سولې عالي شورا غړې استاد شهلا فرید د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ له دوی څخه په ناسته کې د ګډون له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې، موږ او تاسو په هېواد کې د سولې او ثبات په اړه د ذهنیتونو په جوړولو او ټینګښت کې محلي شوراګانو رول خورا ارزښتمن دی او موږ د همغږیو په لرلو سره کولی شو د سولې په برخه کې شته ستونزو ته د حل لاره پیدا کړو. نوموړې وویل، موږ غواړو چې ټول مدني او ټولنیز بنسټونه د سولې په پروسه کې شامل کړو او له هغه بنسټونو سره چې د سولې په برخه کې کار او فعالیت کوي، همکار او همغږي واوسو. همدارنګه د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي په ناسته کې د سولې عالي شورا په لاسته راوړنو خبرې وکړې او د سولې په اړه له محلي شوراګانو سره د همغږۍ ناستو په ارزښت وغږېده. د سولې عالي شورا د دارالانشاء عملیاتي مرستیال پوپل حبیبي، په سوله کې د ولایتونو ارزښت ته په اشارې سره وویل چې سوله د ټولو ګډ هدف دی او دې هدف ته د رسېدو له پاره هر ډول ممکنه هلې ځلې باید وکړو. نوموړي زیاته کړه، دغه ګډ هدف ته د رسیدو له پاره د ښځو ونډې ته ډېره اړتیا ده او باید په دې برخه کې ښځې خورا ډیرې فعاله واوسي او ارزښت ورکړل شي چې په خبره یې سوله بغیر د دوی له همغږۍ او فعالیت ممکنه نه دی. په یاده ناسته کې د سولې په برخه کې د محلي او ټولنیزو بنسټونو د رول په اړه ازاد بحث ترسره شو او د سولې عالي شورا غړو او د درې ولایتونو د محلي شوراګانو له مسوولینو او استازو سره سوالونه او وړاندېزونه هم مطرح شول چې د سولې عالي شورا غړو له خوا ورته ځوابونه وویل شول.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته