ټولنه

په سمنګانو کې سيلاونو مالي زيانونه رامنځته کړي دي .

کابل باختر د ثور  ٢٤
داستوګنې  په لسګونوکورونه  په سمنګانو ولايت کې د سيلاونو دراوتلو له امله  ويجاړ شوي دي  او د سلګونو  جريبه ځمکې  کروندې له منځه تللي دي .
دخرم سارباغ ولسوال قاري عبدالله مجاهد باختراژانس ته وويل چې دغه سيلاونه  له سختو اورښتونو وروسته  ددغې ولسوالۍ د غازي مرد په کلي کې  راوتلي دي .  چې داستوګنې  دلسګونو کورونو او  سړکونو دويجاړيدو سبب شوي دي .  او دکرنيزواوبو څو کيلومتره کانالونه هم  بند کړى شوي دي .
خبرځاى زياته کړه  چې ددغې طبيعي پيښې له امله دسرزيان نه دى اوښتى . خو  زيات اقتصادي زيانونه يې رامنځته کړي دي .
ويل کيږي  دولايت دمقام له خوا يو هيئت  نن سهار  توظيف شوى  دى  چې مصيبت ځپلې سيمې  ډير ژر سروې او دزيانونو کچه معلومه کړي  چې  دخيريه موسسو له خوا له خلکو سره مرسته وشي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته