کابل باختردمرغومي دمياشتې١٨نيټه :
دکانونو دکارکوونکو د اتحاديې ستونزې د هرات د والي محمدآصف رحيمې له خوا وڅېړل شوې.
د کانونو د راايستلو د شرکتونو مسوولينو چې نن يې د هرات له والي سره وکتل د کانونو د خاوندانو د امنيت د تامينولو په خاطر دلازمو تدبيرونو د نيولو او دغه راز دوى ته دزياتو اسانتياو د برابرولو غوښتنه وکړه.
دهرات والي هم دکانونو د راايستلو په لاره کې د خصوصي برخې داقتصادي فعاليتونو په زيات ملاتړ ټينګار وکړ او د دغې اتحاديې د نورو ستونزو دڅېړنې په خاطر يې د همکارۍ ژمنه وکړه.
سيمه ييز خبرځايونه وايي چې، د هرات ولايت د هرات په سلو کې څلويښت کوچنيو کانونو کې مالګه ، ګچ ، چونه او نيکا شامل دي چې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي . پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل