کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۹ مه
دوه ويشت تنه ډار اچوونکي د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتوکې ٩ ګډ يرغليز او چاڼيز عمليات، ٧٩ خاصې کومانډويي دندې او ١٢ هوايي ګوزارونه د دښمن د ځالو د له منځه وړلو او د ګواښونو د لرې کولو په موخه دهېواد په بېلابېلو سيموکې ترسره کړل چې له امله يې ٢٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو.
دغه عمليات د افغان قواوو په ملاتړ د غزني، پکتيا، هلمند، قندهار، هرات، کندز، کاپيسا، بلخ او د سمنګانو په ولايتونوکې ترسره شوي دي.
ختم_ عطاالله _اکرم