امنیت

په هرات کې څلور وسله وال وال طالبان له دولت سره یوځای شول

کابل/باختر/ د وږي ۲۷ مه
په هرات کې د وسله والو طالبانو د یوه ډلګۍ مشر په ګډون څلور وسله وال طالبان له دولت سره یوځای شول.
له کورنیو چارو وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغو وسله والو طالبانو له څه مودې راهېسې په زنده جان ولسوالۍ کې د دولت ضد فعالیتونه ترسره کول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغو کسانو خپل جنګي وسایل، تجهیزات او دوه موټر سایکلونه هم پولیسو ته سپارلي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته