ټولنه

له دوو کلونو وروسته یو ځل بیا د ترینکوټ او دهراود لاره د ترافیکو پرمخ پرانېستل شوه

ترینکوټ  باختر د چنګاښ  ۲۵ مه
له دوه کلونو وروسته د روزګان د ۶ ولسوالیو له جملې څخه لومړی ځل دی چې
افغان ځواکونه د ترينکوټ او دهراوود ترمنځ لاره د ترافيکو پرمخ
پرانيست.
د روزګان سيمه يېز امنيتي چارواکي وايي ګډو افغان ځواکونو د دغې لارې د خلاصولو له پاره اوولس ورځې علمیات ترسره کړي دي.
په روزګان کې د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال رحمت شاه قيمتي د عملياتو
په سيمه کې باختراژانس ته وويل چې د عملياتو پرمهال يې يو شمېر وسله والو
ته مرګ ژوبله هم اړولې.
هغه وايي د لارې په اوږدو کې یې  ګڼ شمېر لوی او واړه کلي د وسله والو له
شتون څخه پاک کړي او د سيمي له اوسيدونکوڅخه غوښتنه کوې چې خپلو کورونو ته
ستانه شي.
جنرال رحمت شاه قيمتي وايي دوی پلان لري څو په نږدې ورځو کې د يو شمېر نورو ولسواليو لارې هم له مرکز ترينکوټ سره د ترافيکو پرمخ خلاصې کړي.
د سيمي اوسيدونکي خوښ دي چې دولت يې سيمه د وسله والو له شتون څخه
پاکه کړه او زیاتوي چې له کلونو وروسته خپلو سيمو ته ستانه شوي دي.
دوی وايي د امنيت په راوستلو کې به له دې وروسته له افغان ځواکونو سره
همکاري کوي  خو له دولت څخه غوښتنه کوې چې په سيمه کې دې د بیارغونې
کارونه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د دفاع وزير طارق شاه
بهرامي روزګان ته ديوه سفر پرمهال ويلي و، پلان لري څو د ترينکوټ په ګډون
په ټولو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پراخ چاڼيز
عمليات ترسره کړي او د ټولو ولسواليو لارې له مرکز ترينکوټ سره دترافيکو
پرمخ خلاصې کړي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته