کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
د ننګرهار او لغمان د ولايتونو د فوټبال ښوونکوته په جلال آباد ښارکې د ښوونکيتوب کورس جوړ شو.
د هيواد د فوټبال فدراسيون مطبوعاتي مسوول مرتضى دانش باخترآژانس ته وويل: ددغه کورس د جوړولو هدف د دواړو ولايتونو د ښوونکو د حرفه يي وده ده .
دغه کورس چې يوه اوونۍ دوام کوي؛ د ننګرهار او لغمان د ولايتونو شپږ ويشت تنه ښوونکي ګډون لري چې دمحمد يوسف کارګر او رووفي له خوا لوست ورکول کيږي .
ددغه کورس په پاى کې به په ګډون کوونکو ته څلورمه درجه يادي تصديق ليکونه وويشل شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ