ټولنه

په قندهار کې د اوبو د يوې سترې زېرمې د جوړولو کار پيل شو

کابل/ د کب ١٤مه/ باختر
د قندهار په دامان ولسوالۍ کې د زراعتي اوبو د يو ستر بند د جوړولو کار نن پيل شو.
دغه بند به د ٢٢٧مترو په اوږډوالي او ٣٠ مترو په سور، د ٤٠ زره مکعب متره اوبو د ساتلو وړتيا ولري.
د قندهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د اوبو دغه بند په هغه سيمه کې جوړېږي چې بزګران يې د اوبو د کمښت له امله له ستونزوسره مخ دي.
د دغه بند په جوړېدو سره به سلګونه جريبه ځمکه خړوبه شي.
د دامان بزګرانو د دغه بند پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته