اقتصاد

د نوي پراختیاي مشارکت په اړه د مالیې وزارت او د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې رهبرۍ کمیټې ناسته وکړه

کابل باختر د تلي دريمه

د نوي پراختیایي مشارکت د رهبرۍ کمیټې ناسته نن د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او په افغانستان کې د امریکا دنړیوالې پراختیایی  ادارې د مشر هربرت سمیت په مشرۍ د مالیې په وزارت کې جوړه شوه.

باخترآژانس ته په رارسيدلي خبرکر ويل شوي دي.

په دغه ناسته کې د نوي پراختیایي مشارکت په چوکاټ کې په ټاکلو شاخصونو کې د لاسته راوړنو په اړه بحث او خبرې وشوې. دواړو لوریو افغان حکومت د ۲۰۱۶ کال په ترڅ کې په ټاکلي چوکاټ کې په بریالیتوب سره د شپږو شاخصونو بشبړیتوب تائید کړل. ددې شاخصونو په بشپړیدو سره به افغانستان د امریکا پراختیایي ادارې څخه د ۱۰۰ میلیونو ډالرو مرسته ترلاسه کړي. دغه پیسې د امریکا د متحدو ایالتونو د هغو ۸۰۰ میلیونو له جملې څخه دي چې د څلورو کلونو په ترڅ کې افغانستان ته ورکول کیږي چې مستقیم به د افغانستان په بودجه کې شاملیږي او د افغانستان  لومړیتونو ته په پام سره د ملي بودجې له لارې لګول کیږي. دوی همدا راز د نورو پراختیایي پروژو په اړه هم خبرې وکړي. د امریکا نړیوالې پراختیایی ادارې څخه غوښتنه وشوه چې له افغان امریکایي پوهنتون سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د یاد شوې ۱۰۰ میلیونو مرستې تړون به په روانه اونۍ کې  د مالیې وزارت او د امریکا دنړیوالې پراختیایي ادارې چارواکو ترمنځ لاسلیک شي.

د نوي پراختیایي مشارکت څخه هدف د افغان دولت له لومړیتوبونو سره سم د اصلاحاتو په برخه کې د ملاتړ کول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته