ټولنه

دافغان حاجيانو بعثه رييس : افغان حاجيانو ته نه پاملرنه دتوجيه وړ نه ده .

کابل باختر دوږي شپږ ويشتمه :
په مکه معظمه کې دافغان حاجيانوبعثه رييس  نن  دافغان حاجيانو له لارښوونکو سره په يوه غونډه کې وويل، افغان حاجيانو ته هيڅ راز نه پاملرنه دتوجيه وړ نه ده .
له مکې مکرمې څخه دباختراژانس داستول شوي خبريال  سيد حبيب سادات دخبر له مخې ،  په دې غونډه کې چې دافغان حاجيانو ديوسلو اتيا تنو لارښوونکو په ګډون  جوړه شوه دافغان حاجيانو دبعثه رييس  مفتي حجت الله نجيح وويل، افغان حاجيان ستاسو صادقانه خدمتونوته اړتيا لري  .
ده دغه راز څرګنده کړه، لارښوونکي مکلف دي  چې دافغان حاجيانو ټولې ستونزې وڅيړي  اوحل يې کړي . او حاجيانو ته هيڅ را نه پاملرنه دتوجيه وړ نه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته