اقتصاد

دافغانستان کرنيز محصولات په بې سارې ډول زيات شوي دي .

کابل باختر دچنګاښ  اته ويشتمه :
دافغانستان دخصوصي  متشبثانو داتحاديې چارواکي وايي  په روان کال  کې  دافغانستان کرنيز محصولات په بې ساري  ډول زيات شوي دي .
دباختراژانس دخبرله مخې،  ددغې اتحاديې  چارواکو ويلي دي که چيرې له هېواد څخه بهر ته دبزګرانو دکرنيزو محصولاتو دصادراتو لپاره زمينه برابره نه شي دوى به زيات تاوانونه وزغمي .
دافغانستان دملي متشبثانو دبورد رييس رحم الدين حاجي اغا پرون رسنيو ته وويل چې په دغو  ورځوکې دقندهار ولايت په سپين بولدک کې يومن خټکۍ دشلو افغانيو په بدل کې پلورل کيږي او دبازار له دغه شان حالت څخه بزګران زيات  تاوانونه زغمي .
دکرنيزو محصولاتو  داتحاديو او دځينو مدني بنسټونو چارواکو  له حکومت څخه غوښتي دي چې دځينودولتي ادارو په تيره بيا دافغانستان دوسله وال پوځ په خوراکي  مينوکې دې دبهرنيو ميووپرځاى  له کورنيو  ميوو څخه استفاده وشي  که څه هم دسوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواکي وايي چې دافغانستان تازه ميوې دسيمې ځينو هېوادونوته صادريږي او په دې ورستيو وختو کې دافغانستان دکرنيزو محصولاتو او ميوو دصادراتو په  خاطر  دافغانستان اوهند ترمنځ هوايي دهيلز  جوړ شوى دى خو دکرنيزو محصولاتو داتحاديو  چارواکو دغه صادرات ډير ناڅيز وويل او دهغو دپراختيا غوښتنه يې وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته