۱۰۰ ورځې

درايو ورکولو بهير پاى ته ورسيد

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٦ :
دانتخاباتو خپلواک  کميسيون نن مازيګر په پنځو بجو دجمهوري رياست اودولايتي شوراګانو دانتخاباتو درايو ورکولو د بهير پاى اعلام کړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې   :   دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  د دارلانشا رييس ضياالحق امرخيل  دمازيګر په پنځو بجو درايو ورکولو دبهيرپاى اعلام کړ  خو ويې ويل  هغه  کسان چې په مرکز او ولايتونو کې  په ليکو کې پاتې دي رايه به ورکړي.
ده له رسنيو او دافغانستان له ملت څخه چې دباران په اورښت کې په شور او ولولو  سره يې په انتخاباتو کې ګډون وکړ،  مننه وکړه او ويې ويل :  فکر نه کيده  چې په دغه شان شرايطو کې خلک به   په شور او ولولوسره په انتخاباتو کې ګډون وکړي .
امر خيل درايو ورکولو په ځينو مرکزونو کې  درايې دورکولو دپاڼو کمښت ته اشاره وکړه او ويې ويل :  چې په هر مرکز کې درايو ورکولو شپږسوه پاڼې موجودې وې  چې له زماني پلوه  که چيرې  يوه دقيقه  په رايو ورکولو  لګيدلي  واى  لس ساعته وخت يې نيوه .
دده دڅرګندونوله مخې :  له غرمې مخکې درايو ورکولو دپاڼو تماميدل له تخنيکي پلوه  ستونزې لري .
ده په پاى کې يوځل بيا په انتخاباتو کې دخلکو دپراخ  ګډون له امله  مننه وکړه  او ددغه برياليتوب له امله يې دافغانستان خلکو ته مبارکي وويله .
درايې اخيستنې  دبهير له پاى ته رسيدو سره جوخت  په  ټول هيوادکې درايو دشميرلو بهير پيل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته