کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
د مزارشريف په ښارکې د باران دسخت اورښت له امله داستوګنې اووه کورونه ويجاړ شول او دوه تنه ماشومان ووژل شول .
د بلخ ولايت له پيښو سره دمبارزې د تياري د ادارې رييس رحمت الله زاهد باختر آژانس خبريال ته وويل : د مزارشريف په ښارکې دباران د اورښت له امله درې ويشت کورونه يو څه ويجاړ او اووه کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي چې له امله يې دوه تنه ماشومان ووژل شول .
ده زياته کړه : دغه کورونه د مزارشريف ښار د نساجۍ او دهوايي منسوبينو فاميليو په ساحو کې ويجاړ شوي دي او د سيمې خلکو ته يې زيات مالي تاوانونه اړولي دي .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې : تراوسه پورې د دوو مليونو افغانيو په ارزښت خوراکي توکي ، شړۍ ،فرشونه او دپخلنځي لوښې په مصيبت ځپلو کورنيو ويشل شوي دي او له هرې کورنۍ سره د پنځه زره افغانيو نغدي مرستو هم
شوې ده .
د ولايت مرستيال اړوندو رييسانو ته لارښوونه کړې ده چې زيانمو شويو کسانو
ته زياتې مرستې برابرې کړي .
0 1 دقیقه لوستل