ورزش

دعدالت ټيم خپل سيال ته ماتې ورکړه .

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه :
په هرات کې دفوټبال  ددويم لاس دليګ سياليو نن سهار په يوې لوبې سره  دوام وکړ .
دهرات ولايت دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي باختراژانس ته وويل: دغه لوبه ديوې په وړاندې په پنځو سره  دعدالت ټيم په ګټه پاى ته ورسيده .
  دنوروزي دڅرګندونو له مخې دفوټبال ددويم لاس دليګ سيالۍ ددولسو  ټيمونو په ګډون دهرات په لوبغالي کې پيل شوې دي اوپه دوام يې  ټاکل شوې ده سبا دهرات باستان او دآريا دټيمونو ترمنځ لوبه وشي
ديوبل خبر له مخې په هرات کې  دفوټبال دغوره ليګ  سيالۍ نن مازيګر  په يوې  لوبې سره دوام کوي .
دغه لوبه دفوټبال دنوايي او دآمو دټيمونو ترمنځ  کيږي
دنوروزي  دڅرګندونوله مخې دفوټبال  دلومړي لاس دليګ  سيالى  دلسو ټيمونو په ګډون دهرات په لوبغالي کې پيل شوې دي او په اوونۍ کې  په دريو لوبو سره دوام کوي .
ده زياته کړه چې ددغو سياليو پروني لوبه دهيري  او دپيام اسيا دټيمونو ترمنځ وشوه چې لوبه ديوې په وړاندې په دريو سره دهيري دټيم په ګټه پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته