سیاست

محمد اکبر بارکزي د کانونو وزارت د سرپرست په ټوګه وټاکل شو

کابل باختر د لړم شپږمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د يوحکم په صادرولو سره محمد اکبر بارکزي دکانونو او پطروليم وزارت د سرپرست او کانديد په توګه وټاکه.
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشاد لوى رياست د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس د کانونو او پطروليم په وزارت پورې د اړوندو چارو دپرمخ بيولو په مقصد دملي شورا د ولسي جرګې له خوا  د باور د رايې د اخيستلو د پړاونوتر بشپړولو پورې محمد اکبر بارکزي دکانونو او پطروليم وزارت د سرپرست او کانديد په توګه ټاکلى دى.
په پارلماني چاروکې د دولت وزيرموظف دى دغه کانديد دباور د رايې د اخيستلو په مقصد دملي شورا ولسي جرګې ته معرفي کړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته