کابل/باختر/ د غويي د میاشتې ۲۳ مه
پوليسو پرون د لرغونو آثارو يو قاچاق وړونکي د يوې مجسمې د پلورنې په وخت کې د کابل ښار د لومړۍ ناحيې له مربوطاتو څخه ونيوه.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي باختر آژانس ته وويل چې نورګل کله يي چې غوښتل يو لرغونى اثر د ٢٥٠ زرو امريکايي ډالرو په بدل کې وپلوري؛ د کورنيو چارو وزارت له درندو جرمونو سره د مبارزې پوليسو له خوا د کابل ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو کې ونيول شو.
پېښه د پوليسو تر څيړنې لاندې ده.
پاىج ذ