روغتیا

په خوست کې د شري ضد واکسین کمپاین پیل شو

متون باختر د وږي ۱۰ مه د خوست ولایت په مرکز متون او ټولو ولسوالیوکې به شاوخوا درې سوه زره ماشومانو ته د شري ناروغۍ څخه د مخنیوي په موخه واکسین تطبیق شي. د دغه ولایت د والي مرستیال عبدالواحد پټان د باختر آژانس سیمه یېزخبریال ته وویل چې یاد کمپاین به لس ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې له ۹ میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې وي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته