ښوونه او روزنه

په فارياب کې دکانکور آزموينه واخيستل شوه

کابل باختر دغويي دمياشتې ١ :
په فارياب ولايت کې  د٥٢٨٠  تنو  داوطلبو نجونو او هلکانو  په ګډون دکانکور آزموينه  واخيستل شوه .
دلوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دکانکور دآزموينې لوى رئيس استاد احمدجاويد رسولي وويل: په فارياب کې  دکانکور دآزموينې په  حوزه کې ٢٤٠٦ تنه نجونې او ٢٨٧٤ تنه يې هلکان  وو چې له هغوى څخه په کامل شفافيت سره آزموينه واخيستل شوه
رسولي زياته کړه  چې تراوسه پورې   په ټول هېواد کې  دآزموينې اته  پړاونه ترسره شوي دي  اوپه راتلوونکو ورځو کې  به  دکندز ، بغلان او تخار په  حوزوکې هم  آزموينه واخيستل شي.
د فارياب د ولايتي شورا رئيس محمدسميع خيرخواه  او دکانکور څو تنو داوطالبانو  د آزموينې له  لوى رئيس  او د لوړو زده کړو د وزارت له  نورو مسوولينو څخه  چې په فارياب ولايت کې يې د آزموينې بهير په شفاف او عادلانه  توګه ترسره کړ  قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته