سیاست

جمهور رئیس غني او د امریکا دمتحده ایالآتو د جمهور رئیس مرستیال په افغانستان کې د وروستیو تروریستي پېښو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې

کابل باخترد سلواغې څوارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تير ماښام د امریکا دمتحده ایالآتو د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
دجمهوررييس دويآند دفترباخترآژآنس ته خبرورکړ.
په دې ټیلیفوني خبرو کې مایک پنس  په کابل او ننګرهار کې د وروستیو تروریستي پېښو په اړه د امریکا دمتحده ایالآتو او خلکو په استازیتوب خپله خواخوږي او غمشریکي د افغانستان جمهوررئیس او خلکو ته  څرګنده کړه.
د امریکا دمتحده ایالآتو د جمهور رئیس مرستیال وویل، په دې سختو شرایطو کې موږ د افغانستان حکومت او خلکو سره اوږه په اوږه ولاړ یوو.
هغه د جمهوررئیس غني مدبرانه رهبري او ټینګه اراده وستایله او زیاته یې کړه، د امریکا دمتحده ایالاتونو حکومت او سرتېرې په پیاوړې ارادې د افغانستان خلکو سره  مرستي ته چمتو دي.
جمهوررئیس غني، د امریکا دمتحده ایالاتونو د جمهور رئیس د مرستیال د خواخوږۍ او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دې هېواد مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، په کابل کې د سلواغې د اوومې نیټې تروریستي پېښه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نېټې پېښې ته ورته وه چې دا ډول پېښو د تروریستي ډلو پر ضد زموږ اراده لا پیاوړې کړې ده.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د طالبانو د انتخاب وخت رارسېدلی دی،  چې افغان او مسلمان طالبان باید وروستۍ تروریستي پېښې وغندي او هغوی چې دا کار نه کوي، تروریستان دی او د افغانستان دولت له هغو سره مذاکره نه کوي.
جمهوررئیس د دې ټلیفوني اړيکې په پای کې زیاته کړه،د افغانستان حکومت له تروریستانو سره دجنګ اودغه رازد سولې دټینګښت اوپه هېواد کې د هر اړخیزو اصلاحاتو  پیاوړې اراده لري . #پآى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته