ټولنه

د ډاډګيرنې پېغام

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٤مه
د نومیالي شاعر او لیکوال استاد عبداالروف قتیل خوږیاڼي د مړینې په اړه د اجرائیه
ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان د ډاډګيرنې پېغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې نومیالي شاعر، لیکوال، څیړونکی او ژورنالست استاد عبدالروف قتیل خوږیاڼی د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
انا لله و انا الیه راجعون
استاد قتیل خوږیاڼي د ژوند ټوله برخه د پښتو ادب په خدمت او بډاینه کې تېره کړه او د هېوادپالنې، علم او ادب  په برخه کې یې ډیر خدمت کړی دی.
ارواښاد قتيل خوږیاڼی سربېره په لیکوالۍ، نثر او نظم لیکلو په ګڼو فرهنګي مرکزونو کې په لوړو پو پوسټونو دندې اجرا کړي او خپل مسولیت او ژمنتیا یې په ښه توګه تر سره کړې ده.
د ارواښاد قتیل خوږیاڼي مړینه د هېواد په علمي او ادبي ډګر کې یوه لویه ضایعه ده، استاد ته د فردوس جنت هیله، کورنۍ، ملګرو او د افغانستان ټول ولس ته د خپلې غمشریکۍ مراتب وړاندې کوم.#
پاى_ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته