امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان ووژل شو .

کابل باختردمرغومي يوولسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان پرون په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو .
په دې جګړه کې چې دوسله والو طالبانو په پټنځي دپوځيانو له بريد وروسته ونښته ددغه ډار اچوونکي قوماندان دوه تنه افراد هم ووژل شول .
له بلې خوا دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان په ننګرهار  کې دپوځي عملياتو په بهيرکې  نيول شوى دى .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دوسله والو طالبانو  دډلې يو قوماندان له دوو تنو افرادو سره يې ددوى په پټنځي  دپوځيانو په بريد کې ووژل شو .
ده وويل چې دغه قوماندان  ديولړ ډار اچوونکو بريدونو  په پلان جوړولو بوخت و چې ډزې  پرې وشوې .
خوږياڼي دغه راز په ننګرهار کې دوسله والو طالبانو دډلې ديو بل قوماندان دنيول کيدو خبر ورکړ .
دغه قوماندان په ښکاره دجنګي وسايلو په تدارک او د سرتيرو په جذبولو بوخت و چې ډزې پرې وشوې .
دغه دوه پيښې دبټي کوټ او اچين په ولسواليو کې رامنځته شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته