کابل/ د کب ١٥مه / باختر
دوه سوه تنه د لوګر د حرفوي زده کړو له مرکز څخه فارغ شول.
د لوګرد کار او ټولنيزو چارو رييس شاه محمد ولي زوى باختر اژانس ته وويل؛ د ٩٠ ښځو په ګډون دوه سوه کسان د شپږو مياشتو په بهير کې د خياطۍ، ترکاڼۍ ، د مبايل ترميم، د بريښنا د مزو غځولو، ګلدوزۍ او د لبنياتو د انډي کولو په برخو کې زده کړې وکړې او فراغت ليکونه يې ترلاسه کړل.
خبرځاى زياته کړه: له دغه مرکز څخه اتيا سلنه فارغ شوي کسان په بازار کې په کار بوخت دي.
د لوګر والي محمد انور خان اسحق زي له فارغو شويو ښځو سره ژمنه وکړه چې هغوۍ سره به د کارموندنې په برخه کې همکاري وکړي او د کار زمينه به ورته برابره کړي.
پاى ذ