کابل باختر د غبرګولي څليرويشتمه :
دهيواد دمحبوب هنرمند احمد ظاهر د مړينې د٣٦ کاليزې په مناسبت نن په کابل کې دبايسکل ځغلولو سيالۍ پيل شوې .
په دغوسياليو کې چې په شهداي صالحين کې د ارواښاد فقيد احمد ظاهر دارامګاه له ساحې څخه پيل او تر جنوبي سالنګ پورې دوام کوي لس تنه ورزشکارې نجونې او ٤٠ تنه ورزشکار هلکان ګډون لري .
دبدني روزنې او سپورت درياست دبايسکل ځغلولو فدراسيون رييس محمد صادق صادقي باختراژانس ته وويل: نجونې دشلو کيلومترو په واټن او هلکان دپنځوسو کيلومترو په واټن بايسکل ځغلوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ