کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩ :
دبهرنيو چارو وزير نن په کابل کې د متحده عربي اماراتو له سفير سره په
کتنه کې د دواړو هيوادونو د اړيکو دپراختيا په باب خبرې وکړې .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې ضرار احمد عثماني او سباع عليضمن د امنيتي ، بيارغاونې بنسټيزو مسلو او د علاقې وړ نورو موضوعګانو په ګډون د عربي متحده ايالاتو دنږدې همکاريو دمسلو په باب خبرې وکړې.
دبهرنيو چارو وزير په افغانستان کې دعربي متحده عربي اماراتو د همکاريو لپاره ددغه هيواد دموقعيت د مهم بللو په ترڅ کې وويل : عربي متحده عربي امارات دافغانستان خلکو ته د ترانزيتي تجارتي او پانګې اچونې لپاره يو امن دهليز دى او له همدې امله دغه هيواد موږ ته ځانګړى ځاى لري.
دمتحده عربي اماراتو سفير وويل ، دغه هيواد له افغانستان سره دبشردوستانه او بنسټونو سره دمرستې لپاره يوه خاصه کميټه جوړه کړې ده او زه د دغې کميټې په سرکې يم موږ بيلابيلې پروژې له دې جملې څخه په کابل کې مو د زيږنتون يو روغتون جوړ کړى دى چې تر نورو دوو مياشتو پورې به دعامې روغتيا وزارت ته وسپارو .
دغه راز موږ د آلمانيانو په مرسته د مزارشريف د هوايي ډګر پروژه بشپړه کړې ده او د بريتانيا او د امريکا د هيوادونو په مرسته مو د کجکي – د هلمند دسنګين سړک جوړ کړ او دغه راز په افغانستان کې د جوماتونو دشلو زرو تنو ملا امامانو د روزنې پروژه په غاړه لرو چې تراوسه پورې څلور زره تنه يې قارغ شوي دي .
موږ دکابل دقصبې په ساحه کې دکور جوړولو پروژه چې داستوګنې يوسلو يوولس پنځه پوړيز بلاکونه او ٣٣٣٠ اپارتمانونه لري په غاړه لرو او موږ د خپلو ژمنو په ډاډ سره هيله لرو چې په افغانستان کې خپلې مرستې پراخې کړو.
3 1 دقیقه لوستل