فرهنګ

د ښځو نړيواله ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې ونمانځل شوه

کابل  باختر دکب دمياشتې ١٩:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې په دولتي اداروکې د ښځو د زياتې ونډې غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي چې نن يې په دغه وزارت کې د مارچ د اتمې د ښځو د نړيوال پيوستون  د ورځې د نمانځنې په  غونډه کې خبرې کولې، څرګنده کـــړه: د افغانستان په  ګډون په بېرته پاتې هېوادونوکې ښځې ته د دويم نظر په سترګه کتل کيږي. په داسې حال کې چې د اسلام په مبين دين کې د ښځې او مور ارزښت او مقام تثبيت شوى دى او د اسلام په مبين دين کې غوره والى د تقوا او پرهيزګارۍ له مخې دى؛ تور په سپين  او عرب په عجم غوره والى نلري.
پوهنيارې مصطفوي په ډاګه کړه چې نن ښځې په افغانستان کې په ډيرو سختو او  دردونکو شرايطوکې شپې سباکوي. نن ورځ په جګړه ځپلو او نا امنو سيموکې افغان ښځې خپلې مشخصې ستونزې لري، په داسې حال کې چې موږ د هغوى په  حالت خبر نه يو.
دې د هېواد له دولتي چارواکوڅخه وغوښتل چې د هغو ښځو په نسبت چې په لرو پرتوکليو او بانډو او جګړه ځپلو سيموکې په سختو شرايطوکې شپې سبا کوي؛  زياته پاملرنه وکړي او د هغوى د ژوندانه د ښه والي او له دغه ناوړه حالت څخه د ژغورنې لپاره پروګرامونه جوړکړي.
ميرمن مصطفوي يادونه وکړه چې د دولت د کاري پروګرام له مخې بايد په سلوکې ديرش ښځې د دولتي ادارو په تشکيلاتوکې شتون ولري. په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تشکيلاتوکې دشپږپنځوسو رئيسانو له جملې څخه يوازې څلور ښځې شتون لري.
دغه راز په دې غونډه کې د ښځو د چارو د وزيرې دلبرنظري پيغام د دغه وزارت  د پاليسو او پرګرامونو په تطبيق د څارنې د آمرې رامينا صديقي له خوا ولوستل شو.  په پيغام کې ويل شوي دي: ((زموږ د هېواد ښځو په وروستۍ يونيمه لسيزه کې د دولت په ملاتړ زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او د ورځ په ورځ زياتيدونکو آزمايښتونو او چلنجونو لپاره تيارى او مقاومت تجربه کوي. په دې زماني پړاوکې   هر راز بې توپيري د اسارت دورې ته د ستنيدو مانا لري.))
دغه راز منيرې آخندزاده د ملګرو ملتو د سازمان د ښځو د دفتر پيغام ولوست.
په پيغام کې ويل شوي دي:  ((موږ د نړۍ په زياترو سيموکې د خلکو د بېځايه کيدو، د ښځو او نجونو پرخلاف د ورځ په ورځ زياتيدونکي تاوتريخوالي او په پراخه توګه د بې ثباتۍ د بحران په شان د مهمو نړيوالـــــو پيښو شاهدان يو؛ خو موږ دښځې د نړيوال پيوستون د ورځې قوت ترسيموو.))
په پيغام کې دغه راز ويل شوي دي: ((ښځې او نجونې د ټولنې يوه مهمه برخه ده چې بايد د هغوى د ستونزو د حل کولو لپاره هغه هم په دايمې ډول لاره پيدا کړو.))
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمرې محبوبې سعادت د ښځې د نړيوالې ورځې په اړوند خبرې وکړې.
غونډه د شعر او طنز په ويلو او د يوې نمايشنامې په اجراکولو سره پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته