نړۍ

دپاکستان صدراعظم ترکيې ته لاړ.

اسلام آباد – دې نيوز انترنشنل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
دپاکستان صدراعظم محمدنواز شريف دافغانستان ،پاکستان او ترکيې په  درې اړخيزه غونډه کې د ګډون لپاره نن د ترکيې پايتخت انقرې   ښارته  سفر وکړ.
باختر آژانس د دې نيوز انټرنشنل دانټرنټي سايټ  له خولې خبر راکړ :
دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت ويندوى  وويل چې په  دې غونده  کې به   چې دترکيې دپايتخت انقرې په ښار کې جوړيږي ، دافغانستان ، پاکستان او دترکيې مشران ليده کاته او خبرې  اترې  وکړي.
دافغانستان ، پاکستان او د ترکيې لومړى  درې اړخيزه غونډه   ددغو هيوادونو ترمنځ دامنيتي او اقتصادي همکاريو او د دوستانه اړيکو دپراختيا په باب دخبرې په مقصد په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې جوړه شوې   وه په ترکيه کې په اتمه  درې
اړخيزه  غونډه کې په آسيا کې دهميشنۍ سولې تر عنوان لاندې دافغانستان دسولې  ، دافغانستان دولت ته دامنيت دسپارلو، د ١٣٩٣ کال د وري دمياشتې په شپاړلسمه نيټه دجمهوري رياست او د  ولايتي شوراګانو دانتخاباتو او په ٢٠١٤ ميلادي کال کې له افغانستان څخه دامريکا او دشمالي اتلاتنتيک (ناټو)  تړون دپوځي ځواکونو د وتلو په ګډون دمهمومو موضوعګانو په  باب خبرې او څيړنې کيږي.
دهمدې خبرله مخې :   ددغې غونډې  ترڅنګ به نواز شريف دترکيې له جمهور رييس عبدالله ګل او ددغه هيواد له صدراعظم رجب طيب اردوغان او دافغانستان له جمهور رييس حامد کرزي سره ګډه   غونډه  ولري.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت اعلام کړى دى چې اسلام آباد په افغانستان کې دسولې دبهير له پرمخ بيولو سره مرستې او ملاتړ ته دوام  ورکوي او په افغانستان کې دسولې او ثبات دټينګښت او پراختيا په مقصد دافغانستان له دولت   سره په همکارۍ  ژمن  وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته