سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اعلامیه

د۱۳۹۰ لمریز کال د سلواغې د میاشتې له ۲۷ څخه تر ۲۹ نېټې پورې د پاکستان پایتخت اسلام آباد ته د بریالي سفر په تعقیب او د افغانستان د سولې د بهیر دوام ته په پاملرنه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي نن دغه اعلامیه صادره کړه:

ـ په داسې حال کې چې سوله د یوې مهمې اړتیا او د افغانستان د خلکو د یوې سترې هیلې په توګه لا هم مطرح ده، د افغانستان حکومت به د خپل مهم لومړیتوب په توګه د سولې د تحقق او د پخلاینې د بهیر لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي؛

ـ د سولې هغه بهیر چې زموږ په نوښت رامنځته شوی دی د افغانستان د ملت د ټولو قشرونو پر پراخې اجماع باندې بنا دی چې په څرګنده توګه د۱۳۸۹ لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې د سولې په جرګه او هم د۱۳۹۰ لمریز کال د لړم د میاشتې په دوديزه لویه جرګه کې بیان شوه؛

ـ په داسې حال کې چې د سولې د بهیر مالکیت د افغانستان د خلکو دی  او د افغان حکومت لخوا به رهبري کیږي، د دغه بهیر بریالیتوب د نړیوالې ټولنې صادقانه ملاتړ ته هم اړتیا لري؛

ـ په دې اړه، موږ  په قطرکې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانیستلو له مفکورې سره موافقه کړې ده؛

ـ په عین حال کې د سولې د بهیر د هدفونو د تحقق لپاره، زه د طالبانو مشرتابه ته بلنه ورکوم چې د افغانستان له حکومت سره په مستقیم ډول مذاکره وکړي؛

ـ دغه هدف ته د رسیدو لپاره زه د افغانستان د خلکو او حکومت په استازيتوب د پاکستان له ورور ملت او حکومت څخه په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له بهیر سره د دوی د ملاتړ په هکله مننه کوم او په داسې حال کې چې له دغه بهیر سره د پاکستان د ملاتړ پر اهمیت باندې ټینګار کوم، په دې وسیله د پاکستان د ورور هېواد له حکومت څخه غوښتنه کوم چې د مستقیمو مذاکرو د ترسره کیدو لپاره دې زموږ له هڅو څخه د سـولې د بهیر د جز په توګه ملاتړ وکړي او په هغوکې دې آسانتیاوې رامنځته کړي ؛

ـ د سولې له بهیر سره د پاکستان ملاتړ، د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره ټاکونکی دی او کولای شي د افغانستان او د ټولې سیمې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې ستر رول ولوبوي؛

ـ زه یو ځل بیا په دې باندې ټینګار کوم چې د سولې بهیر د طالبانو په شمول د هغو ټولو افغانانو د بیرته راستنیدو لپاره چې د سیاسي بهیر له اډانې څخه بیرون پاتې شوي دي په هېواد کې د سوله ایز ژوندانه لپاره دریڅه پرانیزي چې په حقیقت کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره تر ټولو ډاډمنه لاره ده؛

ـ دغه بهیر همدا راز د امن په فضاکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون له احکامو سره سم د ټولو افغانانو مساوي حقوق په خپل ګډ کورکې تضمینوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته