کابل باختر د غبرګولي دولسمه :
له لس کلنۍ څخه تر څوارلس کلنۍ پورې ماشومانو دځغاستې او دورزشي نمايشاتو سيالي په کابل کې ترسره شوې .
په دغوسياليو کې دکابل ښار او داړوندو ولسواليو دښوونځيو دزده کوونکو په شمول درې سوه تنو ماشومانو او هغو ماشومانو چې په واټونوکې شاقه کارونه کوي او کڼو او ړندو ماشومانو ګډون کړى و .
دبدني روزنې او ورزش رياست دخپرونو مسوول سيد نصرت دباختراژانس خبريال ته وويل ددغوسياليو دترسره کولو هدف دمسوولنيو غوږونو ته دماشومانو دچيغو رسول دى هغو ستونزو ته چې دهيواد ماشومان ورسره لاس اوګريوان دي پاملرنه وکړي .
دغه سيالي دماشومانو دملاتړ موسسې له خوا دعامې روغتيا ، پوهنې ، کار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو دوزارتونو او دبدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ ديوې ورځې لپاره په غازي لوبغالي کې ترسره شوې دي .
سيد نصرت دغه راز وويل چې ورزشي نمايشات او سرکس هم ددغو ماشومانو له خوا اجرا شول اوپه دغو نمايشنامو کې ړندو ماشومانوګډون کړى و .
0 1 دقیقه لوستل