امنیت

د امنيتي ځواکونو په عملياتويو وسله وال طالب ونيول شو

کابل باختر د لړم لسمه :
د خوږياڼيو په ولسوالۍ کې  تېره شپه د سرحدي ځواکونو د عملياتوپه بهيرکې يو وسله وال طالب ونيول شو او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول.
دننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات تېره شپه د خوږياڼيو ولسوالۍ  د خوارانو، شګي او دروازګې په ساحوکې ترسره شول چې په بهير کې يې يو وسله وال طالب ونيول شو .
  د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې دوه کرولا موټر او يو موټرسايکل د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته