روغتیا

په کندزکې شپاړلس تنه د (اچ آى وي) په ويروس اخته دي

کابل باختر د ليندي لسمه :
د (اچ آى وي) له ويروس سره د مبارزې نړيواله ورځ نن په کندز ولايت کې ونمانځل شوه .
دباختر آژانس د خبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله دکندز ولايت دعامې روغتيا رياست دکنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه؛ ددغه ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر سعدمختار ددغې ناروغۍ د زيانونو او مخنيوي او هم خلکو په تيره بيا کليوالي اوسيدونکو ته د پوهاوى په باب خبرې وکړې.
  دعامې روغتيا رييس زياته کړه چې تراوسه پورې د ايډز شپاړلس پيښې په دغه ولايت کې تثبيتې شوې دي چې څلورتنه يې ښځې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته