امنیت

د داعش د ډلې د يوه قاضي په ګډون اته تنه ووژل شول

 کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٤نيټه : 
ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په کونړ ولايت کې د يولړ چاڼيزو عملياتو            په ترڅ کې يو شمېر کلي د وسله والو ډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړل .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
ملي دفاعي  او امنيتي ځواکونو په تيرو  ٢٤ساعتوکې د لغمان ولايت د قرغيو  ولسوالۍ  په مربوطاتوکې دکابل _ جلال آباد دلويې لارې په تګلوري کې  دالياس خيلو، شهيدانو کلى، ميين بانده ، ملابابا بانده، کوزکلى ، برکلى ، حميد بانده، زنګوره، الله محمدخيلوکاکڅ کلي دډار اچوونکوله شتون  څخه  پاک کړل.
د يوبل خبرله مخې:
د نړيوال ايتلاف ځواکونو پرون بې پلوټه الوتکې د ننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ د دره باندرن د شولګر په ساحو او د ده بالا ولسوالۍ په انګور قلعه  هوايي بريدونه وکړل چې له امله يې د قاري قاضي عبيد په نامه د داعش دډلې  د يوه  قاضي په ګډون اته تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل  شول .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته