خبرونهښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت خبرتيا

کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
د پوهنې وزارت خبرتيا
د پخوانيو پريکړو په تعقيب د پوهنې وزارت مشرتابه په ١٤٠٠ تعليمي کال کې د تدريس بهير د زيانمن کېدو د مخنيوي په مقصد او د هوا د سړښت او د واورې او باران اورښت له په پام کې نيولو سره د پوهنې رياستونو ته دغه لارښوونې کېږي.
١- ښوونکي مکلف دي د ژمنيو رخصتيو له پيل څخه زده کوونکو ته دنده ورکړي چې د رخصتيو په وخت کې خپل درسونه تکرار او د کلنۍ ازموينې لپاره لازمې تيارى ولري.
د يادونې وړ ده د کلنۍ ازموينې لپاره پوښتنې له لوستل شويو درسونو څخه برابرېږي
٢_ د پورته مواردو له په پام کې نيولو سره د ١٣٩٩ تعليمي کال يوه کلنۍ ازموينه لري او نمرې يې له سلو څخه محاسبه کېږي.
٣_ د سړو سيمو د ښوونځيو له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې ټول زده کوونکي د ١٣٩٩ کال د لېندۍ له لومړۍ نېټې څخه رخصت دي.
٤_ د هېواد د سړو سيمو ښوونځي له اووم ټولګي څخه تر ١٢ټولګي پورې ټول زده کوونکي د ١٣٩٩کال د لېندۍ له ١٥ نيټې څخه رخصت دي.
٥_ د ډېرو سړو سيمو د ښوونځيو له لومړي ټولګي څخه تر ١٢ ټولګي پورې ټول زده کوونکي د ١٣٩٩ کال دلېندې له لومړۍ نېټې څخه رخصت دي.
٦_ کلنۍ ازموينې د ١٤٠٠ تعليمي کال په پيل کې اخستل کيږي.
د دولتي او خصوصي په ګډون ټول عمومي ښوونځي ، ديني مدرسې اودارالحفاظونه د پورتنيو لارښوونو تابع او دغه لارښوونه د اجرا وړ ده.
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته