کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٤نيټه :
ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په کونړ ولايت کې د يولړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې يو شمېر کلي د وسله والو ډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړل .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ساعتوکې د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتوکې دکابل _ جلال آباد دلويې لارې په تګلوري کې دالياس خيلو، شهيدانو کلى، ميين بانده ، ملابابا بانده، کوزکلى ، برکلى ، حميد بانده، زنګوره، الله محمدخيلوکاکڅ کلي دډار اچوونکوله شتون څخه پاک کړل.
د يوبل خبرله مخې:
د نړيوال ايتلاف ځواکونو پرون بې پلوټه الوتکې د ننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ د دره باندرن د شولګر په ساحو او د ده بالا ولسوالۍ په انګور قلعه هوايي بريدونه وکړل چې له امله يې د قاري قاضي عبيد په نامه د داعش دډلې د يوه قاضي په ګډون اته تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول .
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل