ټولنه

لوی اختر او د کرونا لا پر ځای پاتې ګواښ

 کابل / د زمري ۹ مه / باختر
سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ ده او افغانان د نړۍ د نورو مسلمانانو په څېر اختر په خورا ښه او پرتمینه توګه نمانځي؛ خو سږکال موږ په کرونایي شرایطو کې د لوی اختر هرکلی کوو او باید روغتیایي سپارښتنې او لارښوونې رعایت کړو.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
په افغاني ټولنه کې د لوی اختر مفهوم یوازې د هغه په عقیدتي اړخ کې پای نه مومي، بلکې اختر زموږ د ملي فرهنګ یوه نه بېلېدونکې برخه ده، اختر زموږ د ټولنې یو منلی دود او عنعنه ده او اختر زموږ یو ټول منلی جشن دی. افغانان اختر د خپل افغاني فرهنګ په رڼا کې نمانځي، د اختر له لمانځه وروسته ټول یو بل ته غاړې وځي او د اختر مبارکي کوي، همدارنګه ګاونډیان د اختر مبارکۍ لپاره د یو بل کور ته ځي، خپلوان هم په ډېره مینه یو بل ته مبارکي ورکوي، مېلمستیاوې جوړوي او مېلې کوي. دا یو ښه دود دی او د مینې، محبت او صمیمیت ښکارندویي کوي او باید وپالل شي؛ خو اوس شرایط بل ډول دي، اوس د کرونا ویروس د خلکو روغتیا او ژوند ګواښوي.
موږ د کوچني اختر ترخه تجربه تېره کړه. په هغه اختر کې کرونا تازه افغانستان ته راننوتې وه او دومره پراختیا یې لا نه وه موندلې، خو له بده مرغه خلکو په اختر کې روغتیایي سپارښتنې رعایت نه کړې، د عامې روغتیا وزارت او همدارنګه روغتیا نړیوال سازمان لارښوونو ته یې ارزښت ورنه کړ، بې پروا چلند یې وکړ، د کرونا په اړه ټول تبلیغات او معلومات یې هسې ټوکې وګڼلې، ملنډې یې پرې ووهلې. پایله دا شوه چې له اختره وروسته کرونا دومره پراختیا ومونده چې نه په روغتونونو کې د  ناروغانو لپاره تش بستر و او نه هم ناروغانو ته اکسیجن رسېده.
که خلکو په واړه اختر کې روغتیایي لارښوونې رعایت کړې وای، نو جوته ده چې دومره ستره غمیزه به نه وای رامنځ ته شوې. آیا خلک به بیا هم هغه ترخه تجربه تکرار کړي؟ د اختر په درشل کې په ښارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه او بې پروا چلند دا ویره رامنځ ته کړې ده چې له بده مرغه خلکو هغه تجربه هېره کړې ده او بیا هم د کرونا په اړه بې پروا چلند کوي، دوی داسې ګڼي چې کونې کرونا نوره نشته او دوی ماته ورکړې ده. خو دغه راز ذهنیت له واقعیتونو سره اړخ نه لګوي.
د کرونا ګواښ لا پر ځای دی او اوس هم ګڼ خلک پرې اخته دی او نورو ته د هغې د لېږد زمینه برابره ده. که خدای مه کړه خلک په لوی اختر کې د واړه اختر په څېر روغتیایي لارښوونې رعایت نه کړي او هم د خپل ژوند اوهم د نورو د ژوند په اړه خپل مسوولیت ته پام وا نه ړوي، نو دا ویره شته چې تېره غمیزه بیا تکرار شي.
موږ پر ټولو هېوادوالو غږ کوو چې په اختر کې ډېر احتیاط وکړي او ټولې روغتیایي سپارښتنې او لارښوونې رعایت کړي. دا نه ړومبی اختر دی او نه به وروستی اختر وي، له دې امله باید خلک نه خپل ژوند په خطر کې واچوي، نه د ګاونډیانو او خپلوانو ژوند. کرونا زموږ روغتیا او ژوند ته لا ستر ګواښ دی او تر هغو چې دا ګواښ نه وی لرې شوای، موږ باید ډېر پام او احتیاط وکړو.
پای/ ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته