کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د اختصاصي آزموينې د کميټې خبرتيا
دباميانو، پروان، کاپيسا او دپنجشير دولايتونو د ښوونکو د روزنې د موسسو او د دارالعلومو د څوارلسمو ټولګيو د فارغانو د اختصاصي آزموينې داوطلبانو ته چې د شموليت فورمې يې د اړوندو پوهنتونونو له لارې د پړاونو له بشپړولو وروسته د ښوونې او روزنې پوهنتون ته رسيدلې دي؛ خبر ورکول کيږي چې په آزموينه کې د شموليت کارټونه د روان کال د وري دمياشتې په ٢٥ او ٢٦ نيټه د سه شنبې او چار شنبې په ورځوکې، د باميانو له ولايت څخه د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې او د پروان کاپيسا او پنجشير ولايتونو د اړوندو ولايتونو په پوهنتونونوکې ويشل کيږي .
دغه راز آزموينه د روان کال د وري د مياشتې په ٢٧ نيټه د پنجشنبې د ورځې د سهار په اتو بجو او ديرشو دقيقو د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې اخستل کيږي.
1 1 دقیقه لوستل