امنیت

وسله والو طالبانو دسيد اباد ولسوالۍ دولسوال کور ته اور واچاوه .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
دميدان وردګو ولايت مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو تيره شپه ددغه ولايت دسيد اباد ولسوالۍ  دولسوال کورته اور واچاوه .
دميدان وردګو ولايت ويندوى عطاالله خوږياني دباختراژانس خبريال ته وويل وسله وال طالبان تيره شپه دسيد اباد ولسوالۍ ولسوال ډاکتر مسلم کورته ننوتل لومړى يې داستفادې وړ وسايل له کور څخه وايستل اووروسته يې کورته اور واچاوه .
  دخبرځاى دڅرګندونو له مخې  دسيد اباد ولسوال څه مودې مخکې له خپل کور څخه بل ځاى ته ګډه کړې وه او په کور کې يې چا ژوند نه کاوه .
خوږياني وويل دولسوال کور دسيداباد ولسوالۍ دحکيم خيلو کلي په نخي سيمه کې و .
دسيد اباد ولسوال ډاکتر مسلم دباختراژانس خبريال ته وويل دده کور ديو نيم جريب ځمکې په ساحه کې جوړ شوى و او کور ته يې ټول لس مليونه افغانۍ زيان اوښتى دى .
دميدان وردګو ولايت سرپرست عبدالمجيد خوږياني  دطالبانو دغه عمل وغانده او امنيتي ځواکونو ته يې دنده وسپارله  چې ددغې پيښې عاملين وپيژني او دقانون منګولو ته يې وسپاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته