ټولنه

ښځو د نيالګيو د ايښودلو په پروګرام کې ونډه واخيسته

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٧ :
په داسې حال کې چې دکابل  ښار د هوا او د ژوندانه دچاپيريال  دککړتيا له پلوه له جدي ستونزوسره مخامخ دى؛ دافغانستان د ديموکراسي سازمان د ښځو دچارو کميټې په نوښت لاس پورې کړې دي او په کابل ښارکې يې د نيالګيو د ايښودلو پروګرام ترلاس لاندې نيولى دى.
دباختراژانس دخبرله مخې : دکابل ښارنن د ژوندانه د چاپيريال ساتنې او د هوا دککړتيا له پلوه د وګړو د زياتوالى او دترافيکو دګڼې ګوڼې او د ښاري فرهنګ  دنه رعايتولو له امله  له جدي ستونزوسره مخامخ دى .
ددغې ستونزې د لرې کولو لپاره يولړ پروګرامونه ترلاس لاندي نيول شوي دي چې دنيالګيو ايښودل ددغه پروګرام يوه برخه ده.
پخوا ټولنيزو او حکومتي مرکزونو په دې برخه کې يو لړ کارونه ترسره کړي دي؛  خو دافغانستان د ديموکراسي دسازمان دښځو کميټې نوښت کړى دى  او يو شمير ښځې يې يوځاى کړې دي چې د يو نيالګي په ايښودلو سره دکابل ښار په پاکولو  اوسمسورتيا کې ونډه واخلي.
ددغه پروګرام په بهيرکې دکابل ښار په شپږمه او ديارلسمه ناحيه کې څه دپاسه درې زره نيالګي د درې سوه تنو ښځو په ګډون کيښودل شوي .
دغه پروګرام دافغانستان ددموکراسي سازمان دښځو دچارو  دکميټې  په نوښت  او دکرنې او اوبو لګولو د وزارت اودکابل ښاروالۍ دسمسورتيا درياست په همکارۍ  پيل شوى وچې هدف يې په کابل ښارکې د ژوندانه دچاپيريال پاکوالى بلل شوى دى .
دښار هر اوسيدونکى بايد يو نيالګى د ځان لپاره او يو نيالګى دافغانستان لپاره خپله ونډه ادا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته