ټولنه

ملا امامان : هغه مسلمانان چې تاوان اوزيان يې مومنانو ته نه رسيږي دپروردګار دښو بندهګانو په جمله کې بلل کيږي

کابل باختر د مرغومي نولسمه :
دهيواد دمرکز او ولايتونو  ملا امامانو ، واعظانو اوخطيبانو نن دجمعې دلمانځه په خطبو کې لمونځ کوونکو ته په بشپړه توګه داسلام دمبين دين دحکمونو او دنبوي ( ص )  دارشاداتو  پيروۍ ته  لارښونه وکړه .
  په دغو خطبو کې  ديني عالمانو دغه راز له امنيتي ځواکونوسره دخلکو هر اړخيز ملاتړ، مناسبه لاره او په هيواد کې  د ډار اچوونکو عملونو مخنيوى  وباله او دعامه سوکالۍ اوامنيت دتامينولو په کار کې يې د خلکو دمشارکت غوښتنه وکړه .
دهيواد له مرکز او ولايتونو څخه دباختراژانس  دخبريالانو دخبر له مخې: په دغوخطبو کې ددين عالمانو  دنبي اکرم ( ص)  دسيرت ،اخلاقو او دشخصيت دځانګړتياو په باب  خبرې وکړې او څرګنده يې کړه؛  هغه  خلک چې دآنحضرت ( ص)  احاديث  او اراشادات دخپل ژوندانه لارښود  ګرځوي  ددنيا اواخرت نيکمرغي ور په برخه کيږي .
په دغو خطبو کې  ديني عالمانو نشه يي توکي دځوانانو دبربادۍ  او د کورنيو دبنسټونو د دړې ورې کيدوعامل  وباله  او دنشه يي توکو دکرکيلې ، قاچاقو او کارولو پرخلاف اقدام يې دهيواد دټولو مسلمانو خلکو ديني دنده وبلله .
خطيبانو  دغه راز ددې هيواد ددښمنانو په وړاندې دامنيتي منسوبينو دريدل وستايل او دغو ځواکونوسره دخلکو هراړخيز ملاتړ يې په هيوادکې د ډاراچوونکو  عملونو دمخنيوي لپاره مناسبه لاره وبلله .
  په دغو خطبو کې  يوځل بيا دهيواد دامنيتي منسوبينو په وړاندې دريدل او جګړه ناجايزه  او ناروا وبلل شوه او څرګنده شوه هغه ډار اچوونکي عملونه چې دامنيتي منسوبينواو ددې هيواد دماشومانو ، ښځو ، بوډاګانو  او دځوانانو دشهادت او ټپي کيدو سبب کيږي هيڅ راز ديني توجيه  نه لري .
په دغو خطبو کې دجمعې دلمانځه دفضيلتونو په باب هم خبرې وشوې او دټولنيزو اخلاقو رعايتول دمسلمانانو مهم مسووليتونه وبلل شول او په ټينګار سره وويل شول؛ هغه مسلمانان چې زيان اوتاوان يې مومنانو ته نه رسيږي او دبي وزلو کسانو ملاتړکوي دنبي اکرم (ص)  دمخلصو امتيانو او دپروردګار دنيکو بنده ګانو په ډله کې حسابيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته