کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٣
دوه ټنه تير تاريخ خوراکي توکي او درمل نن په نيمروز ولايت کې وسوځول شول .
په دغو توکو کې چې درمل او کانسرو شوې لوبيا او جوس شته دنيمروز ولايت په
مرکز کې ددغه وزارت دعامې روغتيا رياست دمنسوبينو لاس ته ورغلي دي .
دنيمروزدوالي ويندوى احمد عرب باختر آژانس ته وويل : چې دوه ټنه تيرتاريخ
او بي کيفيته درمل او خوراکي توکي له يوې اوونۍ راپه دې خوا د نيمروز ښار
له پلورنځيو څخه راټول او وسوځول شول .
ده هغو کسانو ته چې تير تاريخ درمل او خوراکي توکي ساتي اويايې پلوري ، سپارښتنه وکړه چې ددغه شان توکو له ساتنې څخه دې ډ ډه وکړي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ