سیاست

دجمهور رييس وياند : جمهور رييس دانتخاباتو په بهيرکې دحکومتي بنسټونو او مامورينو په نه لاسوهنې باندې ټينګار کوي .

کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
دجمهور رييس وياند وايي چې دجمهوري رياست راتلونکي انتخابات به په ټاکلي وخت کې ترسره شي او جمهور رييس په ټاکلي وخت کې دانتخاباتو په ترسره کولو ژمن دى .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دجمهور رييس وياند هارون چخانسوري چې نن يې  په  يوه خبرې  غونډه کې  خبرې کولې ټينګار وکړ چې دجمهوري رياست انتخابات به په ټاکلي وخت کې يې ترسره شي .
ده وويل دابه لومړي ځل وي چې دجمهوري رياست انتخابات لکه څنګه چې په اساسي قانون کې اټکل شوي دي ترسره شي .  او جمهور رييس په شفاف ډول دانتخاباتو دترسره کولو په نسبت ژمن دى او ټينګار کوي چې هيڅ  دولتي بنسټ نه شي کولاى چې په دې بهير کې لاسوهنه وکړي .
  چخانسوري زياته کړه چې دانتخاباتو په چارو کې ددولتي  بنسټونو او مامورينو دلاسوهنې  دمخنيوي په مقصد  جمهور رييس محمد اشرف غني نن  يو نوى فرمان صادر کړ چې په هغه کې دانتخاباتو په بهير او دانتخاباتو دامنيت په تامينولو کې دحکومتي بنسټونو او مامورينو  په نه لاسوهنې  باندې ټينګار شوى دى .
وياند دسياسي ګوندونو له مشرانو سره دجمهور رييس محمد اشرف غني دوروستيو اړيکو اوکتنو په اړوند وويل چې دغه بهير يې له تيرې اوونۍ څخه پيل کړى دى چې دوام به ومومي .
په دغو کتنو کې دانتخاباتو ، اصلاحاتو او په هېواد کې دروان حالت په ګډون دبېلابېلو مسئلو  په باره کې سلامشورې شوې دي .
  چخانسوري   په دې خبري  غونډه کې ټينګار وکړ چې دافغانستان دولت دهيڅ ډار اچوونکې ډلې ملاتړ نه کوي او دداعش دسيمه ئيزو مشرانو په هکله چې په جوزجان ولايت کې دولت ته تسليم شوي دي  وويل چې له تسليم شويو کسانو سره به نړيوالو قوانينو ته په درناوي سره  چلند وشي زموږ ادعا تروريستان دي او له هغو کسانو سره چې دجنايت مرتکب شوي دي دقانون په چوکاټ کې چلند کېږي او که چيرې دداعش دتسليم شويو کسانو  په اړوند کومه ادعا شتون ولري  کيداي شي  دغه ادعا له مسوولو بنسټونو سره طرحه شي .
  چخانسوري  په دې خبري کنفرانس کې دايران پرخلاف دامريکا نويو بنديزونو اوپه افغانستان دهغو اغيزو ته په اشارې سره وويل چې هيله لرو افغانستان له دغو بنديزونو څخه زيانمن نه شي او دچابهار  بندر په برخه کې هيلې شته چې دغه بندر به چې دافغانستان او هند ترمنځ سوداګريزه لاره ده زيانمن نه شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته