فرهنګ

دکام اير هوايي شرکت دژورناليستانو د مالي ملاتړ له صندوق سره همکاري کوي .

کابل باختر د کب  نهمه :
دافغانستان دژورناليستانو دمالي ملاتړ صندوق مشرتابه هيئت دکام اير دهوايي شرکت له مشرتابه هيئت سره په يوه غونډه کې دصندوق  د فعاليتونوپه باب  خبرې اترې وکړې .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې غونډه کې دافغانستان دژورناليستانو د مالي ملاتړ دصندوق مرستيال ممتاز حيدري  دصندوق دڅو تنو غړو سره دکام اير شرکت دمرستې له امله  چې دغه شرکت دوړيا خدمتونو څخه په استفادې سره ددرملنې لپاره هندوستان ته واستول شول  مننه وکړه . او ويې ويل چې دصندوق مشرتابه هيئت تل هلې ځلې کوي چې دزياتو مرستو په جلبولو سره ليکوالو ته چې تل دهېواد پيښې  ترپوښښ لاندې نيسي او په سختو شرايطو کې اطﻻع  رسونه کوي دخدمت جوګه شي .
دکام اير دهوايي شرکت دپرمختيايي څانګې مسوول رامين يورش  ژورناليستان دټولنې سترګې او څراغ وبلل او ويې ويل کام اير په راتلونکي کې هم دهغو ژورناليستانو په خدمت  کې دى چې دصندوق غيړتوب لري .
ده  زياته کړه دکام اير هوايي شرکت دځانګړي تخفيف په پام کې نيولو سره دهغو ناروغانو چې په بهير کې  درملنې ته اړتيا لري هرکلى کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته