سیاست

افغانستان او ازبکستان د سیمه ییزو ګواښونو پر مخنیوي خبرې وکړې

کابل/ باختر/ د زمرى د مياشتې ١
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او ورسره امنیتي پلاوي، د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د نوموړي هېواد د امنیت شورا دفتر له مرستیال ښاغلي مراد عطاوف سره وکتل.
دملي امنيت سلاکاردفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره د مشترکې مبارزې پر څرنګوالي، د نشه توکو د قاچاق پر مخنیوي او په سیمه کې د سازمان شويو جرمنو د له منځه وړلو په موخه خبرې وکړې. په دې کتنه کې په سیمه ییز کچه ننګونې او ګواښونه هم و څیړل شول او د ګډې حل لارې د رامنځته کیدو له پاره پر یو لوړ اقداماتو بحث وشو.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ازبکستان امنیتي ټیم ته ډاډ ورکړ، چې افغان ځواکونه به هیڅ ترهګرې ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې له ګډې پولې څخه تیر او د ازبکستان خلکو ته زیان واړوي. نوموړي وویل چې د افغانستان دولت د ازبکستان دښمن خپل دښمن بولي او په وړاندې یې له هیڅ ډول اقدام څخه دریغ نه کوي. اتمر زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه امنیتي، اقتصادي او کلتوري مشترکات لري او د همکاري په دوام سره به ګډ ارزښتونه لا بهبود او ثبات پیدا کړي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو پریکړه وکړه، چې د همکاریو د دوام او څرنګوالي په موخه به د دوه اړخیز هوکړه لیک پر ترتیب مشترک کار کیږي. د دې هوکړه لیک له تایید وروسته به افغانستان او ازبکستان د مستیقمو اړیکو په ترڅ کې امنیتي او سیمه ییزو ګواښونو ته د حل لارو په پیدا کولو کې پرمختګ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته