ټولنه

هغو څلورو زرو تنو افغانانو ته چې له امريکايانو سره يې کار کړى دى؛ ويزې ورکول کيږي

واشنګټن – باختر د زمري دمياشتې ١٢
د امريکا دمتحده ايالاتو دکانګرس دسنامجلس پرون يو داسې قانون تصويب کړ چې دهغه له مخې: هغو افغان ملکي وګړو ته چې له امريکايي ځواکونو او ډيپلوماتانو سره يې همکاري کړې ده؛ زر نورې ويزې صادريږي.
باختر آژانس د دويچې وله دخبري سايټ له خولې خبر راکړ: د سنا مجلس ددغه قانون مسوده سپينې ماڼۍ ته ليږل شوې ده چې د امريکا جمهور رييس بارک اوباما هغه لاسليک کړي.
د قانون دغه مسوده چې د رايو په اتفاق تصويب شوه؛ د هغو ويزو شمېر چې ټاکل شوې ده د ٢٠٠٩ ميلادي کال د مهاجرت دځانګړى پروګرام له مخې افغانانوته ورکړى شي ، له دريو زرو څخه څلورو زروته لوړ کړ.
ددغه اقدام هدف له هغو افغانانو سره مرسته ده چې له امريکايانو سره يې همکاري کړې ده چې زياترو يې د ديارلس کلنې جګړې په بهېرکې د ژباړونکو او لارښودو په توګه کارکړى دى .
د آلمان د دويچې وله د خبري سايټ په ليکنه: زياتره هغه افغانان چې ويزې ته سترګې پرلاره دي؛ پټ شوي دي. ځکه طالبان هغوى ته له امريکا سره د همکارۍ په دليل د خيانت کار په توګه ګوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته