ټولنه

ديوې ترافيکي پيښې له امله ددرې پنځوس تنه ووژل شول

 

کابل- باختردوږي دمياشتې ٢٤ :

په غزني ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ٥٣ تنه ووژل شول .

دغه پيښه  نن سهار په نهه نيمو بجو د آب بند ولسوالۍ دسپين بند په سيمه کې چې دغزني _ قندهار لويه لاره ده، رامنځته شوه. چې يو مسافروړونکى بس موټر  دنفتي توکو له يوټانکرسره ټکر وکړ.

ويل کيږي  چې ددغې پيښې دسر زيان هغه وخت زيات شو چې په  ټانکر کې له بس موټر سره  له ټکر وروسته اور ولګيد  اومسافروړونکى موټر هم داور په لمبو کې وسوځيد.

دغزني ولايت امنيه قوماندان زړه ور زاهد باختراژانس ته وويل چې په دې ترافيکي پيښه کې څه ناڅه درې پنځوس تنه ووژل شول اوشپږتنه نور ټپيان شول.

دده دڅرگندونوله مخې، ښځې اوماشومان هم ددغې خونړي پيښې په قربانيانو اوټپيانوکې شامل  دي.

زړه ور وويل چې ددغې پيښې ټپيان نږدي روغتيايي مرکز ته ليږدول شوي دي.

 ددغې پيښې يو عيني شاهد افضل باختراژانس ته وويل: دبس زياتره سپرلي  دټکر په وخت کې مړه شوي نه وو زياترو يې په موټر کې د اور لگيدنې له امله ساه ورکړه.

ده وويل: که چيرې د ژغورنې ټيمونه ژر دپيښې سيمې ته رسيدلى واى د دې امکان و چې  يوزيات شمير کسان وژغورل شي .

دغزني ولايت دپوليسو مسوول وايي چي له پيښي وروسته داور وژني ټيم اوامنيتي ځواکونه سيمي  ته ورسيد اوداور په مړکولو بريالي شول.

دغزني ولايت د ترافيکو يو مسوول وويل  چې دنفتي توکو په ټانکر کې د اورلګيدنې اوچاودنې له امله ددغې ترافيکي پيښې تلفات څو برابره زيات شول.

دي وايي: مسافروړونکى موټر په داسې حال کې چې له کابل څخه دقندهار په لور روان و، د زيات ګړنديتوب له امله دنفتي توکو له يو ټانکر سره چې له مقابل لورې څخه روان و،  ټکر وکړ.

دخبرونو له مخې، دبس  موټر چلوونکى او دهغه همکار هم په وژل شويو کسانو کې دي .

په همدې حال کې په دغې لويې لاره کې دمشخصو ترافيکي نښو نشتوالى ، دسړک دځينو برخو خرابو الى ، د واټ دسور کموالى  په دغې لويه لاره کې له اندازې څخه زيات د وسايطو تګ راتګ او دموټر چلوونکو بې احتياطي هغه عوامل دي چې دترافيکو مسوولين ددغه شان خونړيو ترافيکو پيښو د زياتوالي اصلي علت بولي .

په همدې حال کې داسې خبرونه رارسيدلي دي چې دژغورنې ټيمونه  له پيښې څخه  آن درې ساعته وروسته هم  له بس موټر څخه دمسافرو دسوځيدلو مړو په ايستلو بوخت و، خو ويل کيږي چې دغه مړي دزياتې سوځيدنې له امله دپيژندنې وړ نه دي .

له بله پلوه دغزني ولايت  د آب بند ولسوالۍ ديو روغتيايي مرکز ډاکتران ددغې پيښې  د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت  خراب بللي دي.

دغزني _ قندهارپه لويه لاره کې  ديوې ترافيکي پيښې له امله د درې پنځوسوتنو وژل کيدل په تيرولسوکلونو کې بې سارى بلل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته