امنیت

په نيمروزکې درې تنه د غلا په تور ونيول شول

زرنج  باختردوږي دمياشتې١٤نيټه :
درې تنه نن په نيمروز ولايت کې د غلا په تور ونيول شول .
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول محمد حسين هاشمي دباختر آژانس  خبريال ته وويل: د دغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو منسوبینو درې تنه  له يوه کرولا موټر او يوې تومانچې سره دوسله والوغلاو په تور ونيول .
ده زياته کړه چې له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات پيل شوي دي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته