سیاست

دبهرنيو چارو وزير داستراليا دبهرنيو چارو وزارت له مرستيالې او د افغانستان اوپاکستان لپاره ددغه هېواد له ځانګړي استازې سره وکتل

کابل باختر  دزمري ١١:
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو وزير صلاح  الدين رباني نن داستراليا دبهرنيوچارو وزارت له مرستيالې او دافغانستان اوپاکستان لپاره ددغه هېواد له ځانګړي استازې ميرمن پيني ويليامز سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې ميرمن ويليا مز دافغانستان اواستراليا ترمنځ اړيکې او دوه اړخيزې همکارۍ په متقابل   ډول ګټورې وبللې او په ا منيتي  اوانکشافي  برخه کې يې له افغانستان سره دملاتړ لپاره  داستراليا دهميشنۍ  ژمنې ډاډ ورکړ
  وروسته دبهرنيو چارو وزير دامنيت روغتيا او دښوونې او روزنې په ساحو کې له افغانستان سره داستراليا داغيزمنو او ارزښتناکو همکاريو له امله مننه وکړه او دهېواد دسياسي او امنيتي حالاتو او دافغانستان په رهبري  او مالکيت دسولې دبهير په باره کې معلومات وړاندې کړل .
ددغې کتنې په دوام دواړو لورو په روان کال کې ديوبل هېوادونوته د افغانستان اواستراليا دجګپوړومقاماتو  سفرونه ددوه اړخيزو اړيکو په ژورتيا  کې اغيزمن وبلل او ددواړو هېوادونو ترمنځ  دهمکاريو دلازياتې پراختيا لپاره يې ددغه شان سفرونو ددوام په همکارۍ  باندې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته